د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالعیلم غفاري ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې ۵۰ زره کسان په نشه یې موادو روږد شوي دي.
ښاغلي غفاري زیاته کړه چې یادو کسانو ۸۰ فیصده یې نارینه، ۱۱ فیصده ښځې او پاتې اووه فیصده یې ماشومان دي.
هغه په دغه ولایت کې په نشه یې موادو د روږدو کسانو د شمېر زیاتوالي لامل، د نشه موادو د کښت زیاتولی، په بازار کې د وړو قاچاقبرانو فعالیت او بې کاري په ګوته کړل.