د اندام ښکلا ورزش چې زیبايي اندام یا باډي بلډېنګ يې هم بولي د ځينو ځوانانو د خوښې ورزش دی، څوک له فلمونو متاثره شوي او غواړي دوی هم د فلمي ستورو په څېر قوي، پړسېدلې مټې او راوتلې سينه ولري چې جذاب ښکاره شي او څوک بیا د خپل ځان د سلامتیا لپاره د دغه ورزش په کولو سره د وجود اندام جوړوي.
د دغه ورزش د پوهانو په خبره، که چېرې په طبیعي ډول د وجود د غړو ښکلي کول یا برجسته کول غواړو نو ښايي څو کلونه وخت واخلي خو په مصنوعي لاره دې هدف ته په څو میاشتو کې رسېدلی شو ... طبیعي او مصنوعي ډول يې څنګه وي؟
طبعي ډول يې دا دی چې د بدني ښکلا ورزش به کوې او صبر به کوې چې ورو ورو دې د وجود غړي برجسته او ډډ شي خو مصنوعي ډول يې دا دی چې ځينې هغه ګولۍ، پوډر او پيچکارۍ به ځان ته کوې چې قوي پروټين او هورمونونه ولري. پروټين او هورمون سره توپیر لري، پروټين خو د نن سبا ورزشکاران په ښکاره اخلي او په ښار بازار کې ازاده خرڅېږي خو هورمون لرونکي پېچکارۍ، ګولۍ او سپرې بیا پټې خرڅېږي، چې په اسانه یې کوم ورزشکار په اړه خبرې نه کوي.
د کابل اوسېدونکی میر افضل وايي چې د بدني ښکلا ورزش کوي او پروټين کاروي، دی وايي همدا پروټين دي چې د یوه ورزشکار لپاره بشپړ غذا ده او وجود یې ورسره قوي کېږي.
که تاسې هم له هغو ځوانانو يئ چې د اندام ښکلا ورزش یا په اصطلاح باډي بلډېنګ مو خوښېږي او غواړئ اندام مو جوړ کړئ نو دا تاندې څانګې مو له ځينو هغو خبرو خبروي چې ستاسې ژوند ژغورلای شي.
تاندې څانګې پر فیسبوک پيدا کړئ، پته ده:
Facebook.com/tandysangy
پر دې وېب پته دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې هم اورېدلی او لوستلی شئ:
www.azadiradio.org
او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته هم خپل نظرونه راسره شریکولای شئ:
shafaqn@rferl.org
یادونه: (تاندې څانګې) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين ۰۲:۴۰ او تکرار يې هره سې شنبې سهار ۱۰:۳۰ خپرېږي.
Your browser doesn’t support HTML5
تاندې څانګې