د جرمني صدراعظمه وایي داعش یواځې په وینا نه شي ځپل کېدای

د جرمني صدراعظمه وایي، دا به په دې فکر وکړي چې هېواد یې د سخت دریځې اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزه کې له نړېوال ایتلاف سره څه ډول زیاته مرسته کولای شي.

د هغې ډلې چې د پاریس د حملو مسولیت یې په غاړه اخیستی دی.

په دغو حملو کې ۱۳۰ کسان ووژل شول.

انګیلا مېرکل د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې وروسته له هغې چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ ترې غوښتنه وکړه چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه کې زیاته همکاري وکړي وویل، جرمني مسولیت لري چې غبرګون وښیي او چټک اقدام وکړي.

مېرکل له اولانډ سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې موږ پر هر ترورېزم پیاوړي یو، خو له دې سره ــ سره د تروریزم په وړاندې باید په هرممکنه ځواک سره مبارزه وشي.

هغې زیاته کړه چې داعش یواځې په وینا نه شي ځپل کېدای.

مېرکل او اولانډ دا څرګندونې د پاریس هغه لوی میدان ته له ورتلو وروسته وکړې چې د پاریس د نوومبر د حملو قربانیانو ته د درناوي په یوه سترمرکز بدل شوی دی.

د فرانسې ولسمشر روانه اوونۍ د نړۍ له مشرانو سره ګوري چې د اسلامي دولت ډلې پرضد د اضافي پوځي اقدام لپاره ملاتړ راجلب کړي.