د سوریې - ترکیې له پولي سره د ویشتل شوې روسي جنګي الوتکې یو ژغورل شوی پیلوټ وایي چې چا خبرداری نه و ورکړی.
ترکي ځواکونو د سې شنبې په ورځ روسیې جنګي الوتکه وویشته.
د دې الوتکې یوه پیلوټ، کانسټانټین موراخټین د روسیې دولتي اژانس ته تېره ورځ وویل، مخکې تر دې چې د ترکیې جټ الوتکې د دوی پر الوتکه ډزې وکړې، چا له دوی سره اړیکې نه وې نیولې.
ترکیه ټینګار کوي چې د پنځو دقیقو په ترڅ کې یې ۱۰ځله خبرداری ورکړی دی.
موراخټین د روسیې ځانګړیو ځواکونو وژغوره او له ده سره بل پیلوټ د ډزو پرمهال ووژل شو.
بل لور ته د ترکیې صدراعظم احمد داوود اُغلو د چهارشنبې په ورځ په انقره کې د واکمن عدالت او ترقي ګوند د پارلمان غړیو ته وویل چې له روسیې سره د ښو اړیکو هیله لري.
ښاغلی اُغلو زیاته کړه:
"موږ دا نیت نه لرو چې له روسیې سره اړیکي خړپړ کړو. کله هم موږ دا قصد نه لرو. روسیه زموږ ملګرې ده او ګاونډی.
د سترو هېوادونو تر منځ اړیکې باید د یوه تصادف قرباني نه شي.
روسیه د ترکیې مهم متحد دی. ترکیې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې له روسیې سره د ښو اړیکو مسالې ته ډېره پاملرنه کړې.
د دواړو هېوادونو تر منځ اړېکې شته او موږ ډېر اهمیت ورکوو چې له دغو لارو له روسیې سره خبرې وشي."
د روسیې د جنګي الوتکې د ویشتلو له پېښې وروسته د مسکو او انقرې اړیکې خړ پړ شوي دي.