د روسیې په پارلمان کې یوې ډلې د ارمنیانو د وژنې په اړه یوه لایحه وړاندې کړه

د روسیې په پارلمان کې یوې ډلې یوه لایحه وړاندې کړه چې په کې غوښتل شوي دي چې له هغو کسانو سره دې حساب وشي چې د عثماني ترکې د ځواکونو له لوري په ۱۹۱۵ مېلادي کال کې د ارمنیانو له وژنې انکار کوي.

د روسیې د اپوزیسیون د یوې ډلې مشر تېره ورځ وویل، هر هغه څوک چې له دې انکار کوي چې دا ډله ییزه وژنه نه وه هغه به پنځه لکه روبله چې څه باندې اووه نیم زره ډالره کیږي، جریمه ورکوي.

د روسیې وکیلانو دا لایحه یوه ورځ وروسته تر دې وړاندې کړه چې د ترکیې هوایي ځواکونو یوه روسیي جیټ الوتکه د ترکیې او سوریې ترمنځ په هوا کې وویشتله.

ارمنستان ادعا کوي چې د عثماني امپراطوري ځواکونو په تدریجي ډول نژدې یو نیم میلیون ارمنیان وژلي دي او تر دې ډېر یې له خپل پلرني ټاټوبي شړلي دي.

ترکیه وایي چې دواړو لورېو جنایتونه کړي او د یوه بل کسان یې وژلي دي.

روسیه د نړۍ په هغو۲۵ هېوادونو کې یو دی چې په ۱۹۱۵ کال کې د ارمنیانو ډله ییزه وژنه مني.