د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ: افراطي ډلې له ټولنیزو رسنیو د خپلو تبلیغاتو لپاره کار اخلي

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ څیړنه ښیي چې القاعده، داعش، وسله وال طالبان، حزب اسلامي او یو شمېر نورې افراطي ډلې له ټولنیزو رسنیو څخه د خپلو تبلیغاتو لپاره ګټه اخلي.

د یاد انسټیټوټ مسوولینو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دې څیړنې د نتیجو د اعلان پر مهال وویل، یاده څیړنه یې په کابل، هرات، مزارشریف او ننګرهار ولایتونو کې په څه باندې نهو میاشتو کې ترسره کړې.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې دوی ته هم داسې شکایتونو رسېدلي او د کنټرولو لپاره په یوه پالیسي باندې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په دې اړه د افغانستان ملي شورا هم اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلي وو چې د سیمې د هېوادونو استخباراتي شبکې په افغانستان کې د افغانانو په منځ کې د دښمني خپرولو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه استفاده کوي.