روسیه: په سوریه کې به د هوايي مدافع یو پرمختللی سیستم نصب کړو

روسیه په پام کې لري په سوریې کې په خپل پوځي اډې کې د مدافع هوایې یو پرمختللی سیستم نصب کړي.

د روسیې د ولسمشر ویاند ډیمټري پیسکوف نن په مسکو کې ویلي چې د دفاع وزارت د S-400 ډوله سیسټم د نصبولو وړاندیز کړی او ولسمشر پوتین دا وړاندیز منلی دی.

تردې وړاندې ولسمشر پوتین په سوریې کې د S-300 مدافع هوایې سیستم د نصبولو خبره کړې وه.

روسي چارواکي خبرداری ورکوي چې ټول هغه اهداف به له منځه یوړل شي چې د دوی لپاره خطر رامنځته کولای شي.

تر دې وړاندې پوځي تحلیلګرانو خبرداری ورکړی وو چې په سوریې کې د روسیې، امریکا او ناټو په هوایې بریدونو سره چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې یې پیل کړي، دا احتمال شته چې هوایې ټکرونه رامنځته شي.