د ولسمشر اشرف غني مېرمن بي بي ګل غني وایي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څخه باید مخینوی وشي.
مېرمن بي بي ګل غني نن په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړېوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وویل چې د ښځو پر وړاندې باید د دین او قانون له مخې عمل وشي.
په عین حال کې د ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود چې دې غونډه کې یې ګډون کړی وو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یو ناوړه فرهنګ وباله او زیاته یې کړه چې د ښځو پر وړاندې باید تاوتریخوالي ونه شي.
په دغه غونډه کې دغه راز د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي په هدف د یوه کمپاین پر پيل هم ټینګار وشو.