د افغانستان دفاع وزارت وایي، په فاریاب ولایت کې یې په هغو کسانو پسې د پلټنې عملیات پيل کړي چې تېره ورځ د یوې هلیکوپټر له بېړنۍ ناستې وروسته طالبانو له ځان سره بوتلل.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې پرون ماسپښین MI-17 ډوله هلیکوپټر په فاریاب کې بېړنۍ ناسته وکړه چې وروسته طالبانو پرې حمله وکړه او ۱۸ کسان یې له ځان سره بوتلل.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"دغې الوتکې د تخنیکي ستونزو له امله د مخالفینو په سمیه کې بېړنۍ ناسته کړی او د افغان امنیتي ځواکونو مخالفینو ترمنځ له نښتې وروسته دوه امنیتي سرتېري او یو تن د الوتکې عمله وژل شوي دي."
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا ادعا کړې چې له دغې الوتکې څخه یې ۱۵کسان اسیران نیولي چې ډیری یې پوځیان دي او خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.