د ګوشتې لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال په هوايي حمله کې وژل شوی

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي د ګوشتې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال په هوايي حمله کې وژل شوی دی.

په ننګرهار کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسول محمد نعمان هاتیفي ازادي راډیو ته وویل چې قاري سلیم تېره ورځ ناوخته د مهمند درې د بېلې په سیمه کې وژل شوی دی.
هاتیفي زیاته کړه چې په دې هوايي حمله کې یو بل وسله وال هم وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.