"د افغانستان په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې له ښځو سره توپیري چلند کیږي"

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي؛ له افغان مېرمنو سره نه یوازې په ټولنه؛ بلکې د افغانستان په دفاعي او امنیتي ارګانونو کې هم توپیري چلند کیږي. د دغه کمیسیون د ښځو د برخې کمیشنره قدریه یزدان پرست وايي چې له ښځو سره توپیري چلند د تاوتریخوالي لوړه سطحه په ګوته کوي. مېرمن یزدان پرست د سه شنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړېوالې ورځې په اړه غونډه کې وویل چې دا ډول کړنې د دې لامل شوی چې د ملي اوردو او پولیسو په صفوفو کې د ښځو جلب او جذب کم وي.