جان کري به له اسرائیلي او فلسطیني مشرانو سره خبرې وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري به نن د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د وروستيو نښتو د کرارۍ لپاره له اسرائیلي او فلسطیني مشرانو سره خبرې کوي.

په وروستیو کې لږ تر لږه ۱۹ اسرائیلیان د فلسطینیانو له لوري د چړې په حملو کې او لږ تر لږه ۸۹ فلسطینیان چې د اسرائیلو په باور حمله کوونکي وو، د اسرائیلو په حملو کې وژل شوي دي.

جان کري نن خبریالانو ته وویل چې سیمې ته په دې سفر کې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې پر بهیر خبرې نه کوي بلکه د روان تشدد د پای ته رسولو هڅه به وکړي څو دا ډاډ ترلاسه شي چې دواړو خواوو ته خلک د تروریزم تر خطر لاندې نه اوسي.

کري نن د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل:

"د دې خبرې اړتیا نه شته چې زموږ ټولو ګټه په ګډو هڅو کې ده څو د تشدد دا څپه چې د ګڼ شمېر ولسونو ورځنی ژوند یې متأثر کړی، پای ته ورسوو."

جان کري وویل چې وروسته به په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره هم وګوري.

جان کري تیر کال په غزه کې تر جګړې وروسته، سیمې ته تللی وو.