په بلخ د ناامنېو له امله د داخلي بې ځایه شویو کسانو شمېر زیات شوی

په بلخ کې د مهاجرینو او کډوالو چارو ریاست مسوولان وايي چې د ناامنۍ له امله د داخلي بې ځایه شویو کسانو شمېر زیات شوی دی.

د بلخ ولایت د مهاجرینو او کډوالو چارو ریاست مشر عبدالصبور قادري له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې د روان کال په ترڅ کې د ناامنېو له امله د کندز، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو څخه څه کم درې زره تنه بلخ ولایت ته را بې ځایه شوي دي.

د هغه په خبره چې په مجموعي ډول د هغه کسانو شمېر چې خپلې سیمې یې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله پرېښي او بلخ ته راغلي څه باندې ۴ زره کسانو ته رسیږي.

د ناامنۍ له امله بلخ ولایت را بې ځایه شوي کسان د مزارشریف په کمپ سخي د دهدادي ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې اوسیږي چې د ژمي په راتلو سره د سرپناه له نشتونه شکایت لري او د مرستندویه بسټونو څخه د مرستې غوښتونکي دي.