په پاریس کې د نومبر د ۱۳مې نېټې له حملو وروسته د امریکا حکومت امریکايي اتباعو ته بهر ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، ترلاسه شوي معلومات ښيي چې داعش، القاعده، بوکو حرام او نورې ترورېستي ډلې په بېلابېلو سیمو کې د نورو حملو پلانونه هم لري.
بیان په ډنمارک، فرانسې، مالي، نایجریا او ترکیه کې وروستیو حملو ته اشاره کوي او وايي چې امریکايي وګړي په عامه ځایونو کې د ګرځېدو پر مهال باید خپل امنیت ته ډېر پام وکړي.
په بیان کې امریکايي وګړو ته سپارښتنه شوې چې په تېره د رخصتۍ په ورځو کې په ګڼه ګوڼه او عامه ځایونو کې له خپل ځان سره ډېر احتیاط وکړي.