بدخشان: د هوا په ښه کېدو سره به په ۳ ولسوالیو کې عملیات پيل شي

په بدخشان کې چارواکي وايي، د هوا په ښه کېدو سره به د دې ولایت په درېیو ناارامو ولسوالیو کې پراخ عملیات پیل کړي.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بېدار ازادي راډیو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې به هوايي ځواکونه هم د ځمکنیو افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

ښاغلي بېدار ویلي، له درې ورځو راهیسې د یمګان او جرم په ولسوالیو کې جګړې روانې دي او په دې وروستیو کې يې لمن د وردوج ولسوالۍ ځینو سیمو ته هم پراخه شوې ده.

د بدخشان د والي مرستیال وویل، په دې جګړو کې له ۴۰ زیات بهرني وسله وال وژل شوي.

نوموړي حکومتي لوري ته د ۱۵ کسانو مرګ ژوبله تایید کړه.

ښاغلي بېدار زیاته کړه، تر اوسه پورې ورسره په دې جګړو کې د ناټو هوايي ځواک مرسته نه ده کړې او جګړه پلي افغان امنیتي ځواکونه پر مخ بیايي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د دې اوونۍ تر پایه پورې به یمګان ولسوالي بېرته له وسله والو څخه ونیسي.