نا امني او ناسم مدیریت د کابل-جلال آباد لویې لارې د جوړولو پر وړاندې خنډ

د کابل - جلال آباد نوې لویه لاره چې یوې چینایۍ دولتي کمپنۍ یې د جوړولو تړون ترلاسه کړی او په دوو کلونو کې باید بشپړه شوې وی، کار یې ټکنی شوی او علت یې هم د وسله والو طالبانو حملې او ناسم مدیریت ښودل شوی دی.

د روېټرز خبري آژانس د راپور له مخې، په پام کې ده چې د دغې ۱۰۶ کیلومتره اوږدې لارې د ډېرې برخې د جوړولو کار د ۲۰۱۷ کال تر اپرېل میاشتې پورې بشپړ شي او که بیا هم ځنډېږي دا به د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان پر پلانونو چې د بیارغونې له لارې غواړي د طالبانو د ډېرو شویو حملو مخه ونیسي، یو ګذار وي.

د چین "شینجین بیشین" د سړک او پل جوړولو کمپنۍ د دغې لویې لارې د جوړولو تړون چې ارزښت یې ۱۱۰ میلیونه ډالره کېږي او مالي لګښت یې د آسیا پراختیایي بانک په غاړه اخیستی، په ۲۰۱۳ کال کې ترلاسه کړی دی. دغه پروژه د چین لپاره چې غواړي خپل ګاونډی یې له امن او ثبات څخه برخمن شي او د همدې هدف لپاره په افغانستان کې پراخه پانګونه کوي، یو ښکاره ثبوت دی چې د دې هېواد اوسنی وضعیت څه ډول دی.

د مسو په لوی کان کې د چین پانګونې چې یوې بلې دولتي کمپنۍ یې د استخراج لپاره مقدماتي چارې له څو کلونو راهیسې پیل کړي، هم تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.

افغان چارواکي او سیاستوال په ښکاره د پېکنګ ژمنې تر پوښتنې لاندې راوستې دي.

د افغانستان د فواید عامې وزیر محمود بلیغ د کابل-جلال آباد د لویې لارې پروژې ته په اشاره وویل چې په ټوله کې دغه چینایي شرکت له موږ سره د کړو ژمنو په عملي کولو کې ډېر وروسته پاتې دی. موږ په ټوله کې د دغې کمپنۍ له کاره راضي نه یو.

د ننګرهار ولایت یوه چارواکي وویل، دغه لویه لاره له ډېرو ولسوالیو تېریږي او قومي مشرانو به د هغې د امنیت په ټینګښت کې مرسته کړې وی، که یې سیمه ییز کارکوونکي په کارونو ګمارلي وی.

دغه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي چې دوی نه یوازې دا چې د دغې پروژې ملاتړ نه دی کړی، بلکې د طالبانو د حملو په مخنیوي کې یې هم مرسته نه ده کړې.

د دغه چارواکي په وینا، هغه کمپنۍ یا شرکتونه چې د خلکو زړونه لاس ته رانه وړي هېڅکله به ونه توانېږي چې خپله پروژه بشپړه کړي.

افغان سوداګر حاجي کاتب چې له دغې چینایۍ کمپنۍ سره یو ځای شوی، وایي چې د ننګرهار اوسېدونکو اوس د دغې پروژې ملاتړ کړی او ژمنه یې وکړه چې هغه به بشپړه کړي.

کاتب چې ادعا کوي په سلو کې ۵۱ اسهام د ده دي، وایي طالبانو دې پروژې ته خطر متوجه کړی وو او هم د ننګرهار قومونو همکاري نه کوله. اوس مشرانو د مرستې ژمنه کړې او موږ د دغې پروژې بشپړېدو ته ژمن یو.

روېټرز وایي، د دغې پروژې له تنظیموونکو چینایي لوري سره یې د کارونو د ځنډ او افغان چارواکو د ادعاوو د سپیناوي لپاره د تماس هڅه کړې، خو چا ځواب نه دی ورکړی او د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې چین د یوه باثباته افغانستان غوښتونکی دی او دې ته اندېښنه لري چې د اسلامي سخت دریځو خپرېدل به یې د خاورې لوېدیځ ایالت شینجین ته وغځېږي.

پیکنګ د افغانستان د حکومت او وسله والو تر منځ د سولې په خبرو کې هم د منځګړیتوب هڅه کړې او هم یې له افغانستان سره په پراختیایي برخه کې په داسې حال کې مالي مرستې زیاتې کړي چې د امریکا متحده ایالاتو او د دې هېواد متحدینو په مرستو لاس نیولی دی.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته تر ۲۰۱۴ کال پورې چین د افغانستان له دولت سره د شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې او تر ۲۰۱۷ کال پورې یې دې هېواد ته د نورو ۳۲۷ میلیونه ډالرو د ورکولو ژمنه کړې ده.

خو د روېټرز په وینا، دا د واشنګټن د نږدې ۱۱۰ میلیارده ډالرو مرستو په پرتله چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې یې د افغانستان په بیارغونه لګولي، ناڅېزه مرسته ده.