د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په لغمان ولایت کې یې د وسله والو مخالفینو یوه څلور کیسیزه ډله نیولې ده.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا وسله واله ډله د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې په ورانکارو فعالیتونو بوخته وه.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دغو کسانو څخه چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.