عبدالله: په افغانستان کې د حزب التحریر ډله پراخ فعالیتونه لري
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي چې د حزب التحریر ډله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو غیر رسمي یا ملکي څانګه ده چې افغان ځوانان ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي.
ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې رسنیو ته وکړې.