ظاهر قدیر: په نظام کې دننه یو شمېر کړۍ له داعشه ملاتړ کوي

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال ادعا کوي چې د نظام له داخله یو شمېر کړۍ د داعش ملاتړ کوي.

ظاهر قدیر چې له ننګرهاره تر راګرځېدو وروسته یې د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته خبرې کولې وویل، که د حکومت له لوري د داعش ځپلو هڅې ډېرې نه شي دا ډله به د ټول هېواد په کچه فعالیتونه ډېر کړي.

خو د ملي امنیت شورا بیا د ښاغلي قدیر دغه ادعاوې ردوي او وایي، نوموړی غواړي په دې ډول څرګندونو سره خپلو اهدافو ته ځان ورسوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال چې د داعش د ځپلو لپاره ننګرهار ته تللی و، بېرته کابل ته راغلی خو نوموړي د وسله والو مخالفینو د ځپلو په برخه کې د حکومت په نه جدیت کلک انتقادونه وکړل.

عبدالظاهر قدیر چې له نږدې درېیو میاشتو راهیسې په ننګرهار کې و او په وینا یې د جنګ په لیکو کې جنګېده؛ د دوشنبې په ورځ یې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ادعا وکړه چې د نظام دننه یو شمېر چارواکي په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي.

هغه ادعا چې د خلکو په ذهن کې یې په اړه لا د وړاندې پوښتنې شته، دا چې کوم کسان د نظام له دننه څخه د ملي ګټو په خلاف د خلکو له برخلیک سره لوبې کوي.

ښاغلی قدیر یې په اړه وایي:

"دلته خلکو ویل چې هغه ظاهر قدیر څه شو چې په فیسبوکو کې به یې د اختر په پنځه لسمه د مبارزې خبرې راوتلې. وایم اې وروڼو دا عادي خبره نه ده، یوه لوري ته د دښمن پروژه یوه نړېواله هڅه ده بل لوري ته خپله حکومت، امنیتي ارګانونه او د امنیت شورا چې داعش پیدا کوي ملاتړ یې کوي، د داعش د لیکو قوماندانان په خدای قسم چې په کابل کې ژوند کوي، سفارتونو او زموږ ادارو ته ځي، یو مشاور هېڅ اجرایوي صلاحیت نه لري مګر له بده مرغه نن مشاور ټول افغانستان د بدبختیو لوري ته بیایي."

ښاغلی قدیر له دې وړاندې په ولسي جرګه کې ویلي و چې که دولت داعش سره جګړو ته زړه نه ښه کوي له خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې به ننګرهار د دغې ډلې د جنګیالیو په هدیرې بدل کړي.

ظاهر قدیر له دې ارادې وروسته ننګرهار ته ولاړ خو اوس چې د ولسي جرګې په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی وايي چې حکومت د ده د ملاتړ په ځای ده ته خنډونه جوړوي او دی په دغه کار کې د ملي امنیت شورا ګرمه بولي.

ښاغلی قدیر زیاتوي:

"اوس هم حکومت زما لپاره مستقیم او غیر مستقیم خنډونه جوړوي، د امنیت شورا مستقیمه مداخله کوي زما سره اسناد شته چې د چا او چا د وژلو پلان دی دې حالاتو ته په کتو سږ کال به جنګ په اوړي او ژمي کې دوام پیدا کړي ځکه دولت ټول امکانات ورکړي دي."

نوموړی په دې باور دی چې که حکومت له یو ټينګې ارادې سره د داعش د فعالیتونو مخه ونه نیسي د دغې ډلې ورانکاره فعالیتونه به د ننګرهاره ټول افغانستان ته وغځېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د پکتیکا پخواني والي عبدالکریم متین هم ویلي و چې د افغانستان ملي امنیت شورا د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د داعش له کورنیو سره د ۲۰۰ زره ډالرو مرسته کړې ده.

که څه هم ښاغلی متین له خپلو دغو څرګندونو وروسته په یو ډول خپلې خبرې بېرته واخیستې خو حکومت هغه له دندې ګوښه کړ.

په همدې حال کې د ملي امنیت شورا د ولسي جرګې د لومړي مرستیال خبرې هم لکه د پخوا په څېر غیر مسوولانه او له حقیقته لیرې بولي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ملي امنیت شورا د ښاغلي ظاهر قدیر څرګندونې په بشپړ ډول ردوي او هغه د غیرقانوني سرچینو له لارې د شخصي ملیشو جوړولو، د عامه ذهنیت ګډوډولو او د داعش سره د مبارزې لپاره د ملي روحیې کمزوري کولو یوه هڅه بولي."

ښاغلی غورځنګ وايي چې د هېواد ملي امنیت شورا له حکومت او ملي شورا غواړي چې د ظاهر قدیر څرګندونو د روښانه کولو او حقیقت موندلو لپاره یو پلاوی وګوماري.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال په ننګرهار کې د پولیسو په کمو امکاناتو او په ځينو ولسوالیو کې د هغوی په تشکیلاتو هم انتقاد وکړ او وې ویل که دا ځواکونه سم تجهیز نه شي کله به هم د دغه ولایت امنیت تأمین نه شي.

افغان حکومت د افغانستان په څو ولایتونو کې د داعش ډلې شتون تایید کړی خو ډېر وخت وايي چې دې جنګیالیو ته یې پراخ زیانونه رسولي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ