یوه اسراییلۍ میرمن چې د یوه فلسطیني له خوا په لویدیځه غاړه کې په چاړه زخمي شوې وه پرون په روغتون کې مړه شوه.
د اسراییلو د پوځ یوه ویاند پرون وویل، هغه سړی چې پر دې ښځې یې د چړې برید کړی و، په ډزو وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې دوه نور فلسطینیان هم په دوو جلا پیښو کې وژل شوي دي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل چې هېواد یې له داسې انفرادي تروریستي عملیاتو سره لاس ګریوان دی چې تنظیم شوي نه دي بلکې د ټولنیزو شبکو له لارې پارول کېږي.
نتنیاهو د کابینې غونډې ته وویل، اسراییلي وګړي باید تر وروستي حده د خپل مصوونیت ته متوجه وي.
له بلې خوا د فلسطین حکومت ویلي دي چې اسراییل له غیرمشروع لارو خلک وژني او وروسته بیا ادعا کوي چې وژل شوي کس سره چاړه وه.
د اکتوبر میاشتې له پیله تر اوسه ۱۸ اسراییلیان په جلا پیښو کې او له ۸۰ زیات فلسطینیان د اسراییلو پرضد د مظاهرو په ترڅ کې دې ته په ورته پیښو کې وژل شوي دي.