ایران ته د مشرانو جرګې تللی اووه کسیز پلاوی وایي، د هغه هېواد چارواکو ورته د افغان کډوالو د ستونزو د هواري ډاډ ورکړی دی.
د دې پلاوي مشر محی الدین منصف نن د جرګې په عمومي غونډه کې د خپل سفر د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ او وېې ویل چې له دې وروسته به په ایران کې ټول افغان کډوال د زده کړو اجازه ولري.
له دې وړاندې په ایران کې مېشتو افغان کډوالو د خپلو ستونزو او د ایراني پولیسو له خوا د ناوړه چلند په اړه تل شکایتونه کړي دي.
د راپورنو له مخې اوس مهال یو اعشاریه شپږ میلیونه قانوني د همدومره شمېر په شاوخوا کې غیر قانوني کډوال په ایران کې میشت دي.