په مصر کې خلک نن د پارلماني انتخاباتو په دويم پړاو کې خپله رأيه کاروي.
په ٢٠١٣م کال کې د پوځ له خوا د پخواني ولسمشر محمد مرسي تر لیرې کولو وروسته، دا په مصر کې لومړۍ پارلماني ټاکنې دي.
سيمه ييزو رسنيو راپور ورکړ چې شاوخوا درې زره کانديدان، چې ١٦٩تنه يې ښځې دي، د پارلمان د ٢٨٨ څوکيو لپاره انتخاباتي مبارزه کوي.
ټاکل شوې د رايې ورکولو مرکزونه د مصر د ٢٧ ولايتونو له جملې د پلازمېنې قاهرې په ګډون په ١٣ ولايتونو کې د پرله پسې دوو ورځو لپاره پرانيستي وي.
په مصر کې د پارلماني انتخاباتو لومړی پړاو تېره مياشت د دغه هېواد په ١٤ ولايتونو کې ترسره شو چې د خلکو د ګډون کچه په کې ټيټه وه.
په لومړي پړاو کې هغو کانديدانو چې د ولسمشر عبدالفتاح السيسي ملاتړ له ځان سره لري، زياتې رأيې وګټلې.
تمه کېږي په مصر کې د پارلماني انتخاباتو د دويم پړاو وروستي رسمي نتايج يا ښايي بل پړاو ته د دغو ټاکنو د غځېدو د احتمال خبر، د ډسمبر مياشتې په لومړيو کې اعلان شي.