ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د کندز، بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو د محلي پولیسو په لیکو کې باید اصلاحات راشي او دا پولیس د ځینو ځانګړو کړیو او اشخاصو د نفوذ له چوکاټه بهر شي.
د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن د شمال ختیځو ولایتونو له امنیتي مسولینو سره د خبرو پر مهال وکړې.
د خبرپاڼې له مخې ولسمشر ویلي، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې باید همغږي رامنځ ته او د اطاعت اصل مراعت شي او هر هغه څوک باید له دندې لیري شي چې دغه معیارونه له پامه غورځوي.
له ولسمشر سره په خبرو کې د شمال ختیځو ولایتونو امنیتي مسئولینو د وسله والو مخالفینو پر ضد د عملیاتو د پلان او د یمګان ولسوالۍ د بیانیولو د هڅو په اړه معلومات ورکړي دي.