ملي امنیت شورا: د کندز په اړه د حقیقت موندونکي پلاوي څېړنې مهمې دي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د کندز د سقوط پېښې ته د حقیقت موندونکي پلاوي څېړنې دوی ته مهمې دي او د نتیجو په اړه به یې اقدامات وکړي.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډیو ته وویل چې د یاد پلاوي پر موندونو غور پيل کړی دی.

د کندز د سقوط د حقیقت موندنې پلاوي د شنبې په ورځ له رسنیو سره خپل راپور شریک کړ چې په یوه برخه کې یې د ملي امنیت شورا پر کمزورو فعالیتونو او جوړښت هم انتقاد شوی دی.

دې پلاوي ویلي چې د ملي امنیت شورا په جوړښت کې باید بدلون راشي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې حکومت به څومره دې سپارښتنو ته پام وکړي.