د بادغیس د جوند ولسوالۍ امنیه قوماندان د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی

د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ د امنیې قوماندان او یو بل دیني عالم د ریموټ کنټرول ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د بادغیس د ولایتي شورا مشر محمد ناصر نظري نن ازادي راډیو ته وویل چې د جوند ولسوالۍ امنیه قوماندان سیدالله او یو بل دیني عالم پرون د جوند ولسوالۍ په مرکز کې ووژل شول.

نظري زیات کړه چې په دې چاودنه کې د قوماندان دوه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

تر دا مهاله د دې پېښې مسوولیت کومې مخالفې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.