د امريکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي يو شمېر مسلمانانو په يوه غونډه کې د اسلامي دولت په نامه سخت دريځې ډله يا داعش وغندله.
دغه غونډه د لنکلن تاريخي څلي ته څېرمه جوړه شوې وه.
په امريکا کې د مسلمانانو د ټولنې اجرائيه مدير مايک ګاوز (Mike Gouse) دې غونډې ته په وينا کې وويل، داعش وسله وال د دين اساسات نه مراعتوي:
"زه دلته راغلى يم چې ووايم په ټوله نړۍ کې مسلمانان، د امريکا د مسلمانانو ترڅنګ دا وايي چې تروريزم او افراطيت راباندې ګران نه دى.
موږ غواړو خلک د خپل دين پلوي وکړي، خو [دغه افراطي وسله وال] د دين پلوي نه کوي."
په واشنګټن ډي سي کې په دې جوړه شوې غونډه کې لږ شمېر کسانو برخه اخيستې وه.