پرون د اسرائيل په کريات ګت (Kiryat Gat) ښار کې څلور اسرائيليان چې په هغو کې يوه ١٣ کلنه نجلۍ هم شامله ده، د چړو په ګوزارونو ټپيان شول.
د اسرائيل د پوليسو وياند ميکي روزنفلډ دا يوه تاييد شوې تروريستي حمله وبلله.
د اسرائيل امنيتي ساتونکي د عاملانو په لټه کې دي، چې پېښې له ځايه تښتېدلي دي.
دا حمله وروسته له هغې کېږي چې د پنجشنبې په ورځ درې اسرائيليان، يو فلسطينى او يو امريکايي زلمى د فلسطينيانو له خوا د ډزو او د چړو په حمله کې ووژل شول.