د زابل – کندهار پر لویه لار وسله والو یو شمېر مسافر تښتولي

د زابل - کندهار پر لویه لار نن له غرمې مخکې یو وار بیا یوه ډله مسافر تښتول شوي دي.

د زابل امنیه قوماندان میرویس نورزي آزادي راډیو ته تایید کړه چې یوه ډله مسافر له موټرو ښکته او بیا تښتول شوي؛ خو تر اوسه یې په اړه بشپړ جزییات نه شته.

که څه هم په ځینو رسنیو کې د دغو تازه تښتول شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښودل شوی؛ خو د قوماندان نورزي په خبره دوی هڅې پیل کړي چې د دغو تښتول شویو کسانو درک معلوم کړي.

مخکې تر دې هم د زابل - کندهار په لویه لار ګڼ شمېر مسافر تښتول شوي وو چې په وروستۍ پېښه کې یې د داعش ډلې پورې اړوندو وسله والو اووه هزاره توکمي افغانان له تښتولو وروسته ووژل.