افغان مشران غواړي د تروريزم د ځپلو لپاره په سیمه کې يوه ګډه اجماع رامنځته راشي

افغان حکومتي چارواکي وايي چې افغان مشران غواړي د تروريزم د ځپلو لپاره په سیمه کې يوه ګډه اجماع منځته راشي.

ولسمشر غني قزاقستان ته سفر وکړ. د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار محمد حنيف اتمر هندوستان او اروپا ته سفرونه وکړل.

په همدې حال کې افغانستان له چين څخه غوښتنه کړې چې پر ګاونډي هېوادونو فشار راولي تر څو د تروريزم پر ضد په مبارزه کې جدي برخه واخلي.

سيمه ییزو هېوادونو ته د افغان چارواکو سفرونه په کوم هدف دي او دا به د افغانستان لپاره څه لاسته راوړنې ولري؟ په دې اړه ملالۍ بشير د افغانستان د ملي امنيت شورا له وياند تواب غورځنګ سره مرکه کړې ده چې په ګډه يې اورو.

Your browser doesn’t support HTML5

له تواب غورځنګ سره مرکه