سویډني چارواکي وايي، د دوه ورځنیو پلټنو په نتیجه کې یې یو تن چې د تروریستي بریدونو پلان یې درلود؛ نیولی دی. سویډن دا مشکوک کس په داسې حال کې نیسي چې تېره اونۍ د پاریس له بریدونو وروسته په اروپايي هېوادونو کې د دا ډول نورو بریدونو وېره زیاته شوې ده.
د سویډن امنیتي اداره وايي، د "مطر مثنى ماجد" په نامه یو عراقی یې پرون د پناه غوښتونکو پر یو مرکز د چاپې پرمهال نیولی دی.
د سویډن د پولیسو یو ویاند ویلي؛ دا کس یې پرته له کومې پېښې نیولی دی.
د سویډن د امنیتي ادارې مشر انډریس تورنبرګ وايي؛ ادارې یې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دا اقدام کړی؛ خو نیول شوی کس د نومبر په دیارلسمه د پاریس له بریدونو سره کوم تړاو نه لري.
د سویډن صدراعظم امنیتي ادارو ته مبارکي ویلي چې د چټکو اقداماتو په ترڅ کې وتوانیدل مشکوک کس پیدا او ونیسي.
ویل کیږي چې مشکوک نیول شوي د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې سره اړیکې لرلې. دې ډلې په پاریس کې د بریدونو مسوولیت منلی دی.