په اسرايل او د اردن په لويديځ کرانه کې په دوو جلا حملو کې پنځه کسان ووژل شول.
د راپورونو له مخې، لومړۍ حمله د پنجشنبې په ورځ وشوه؛ په تل ابیب کې دوه کسان د يوه فلسطيني حمله کوونکي له خوا په چاقو ووهل شول.
دوهمه حمله په لويديځ کرانه ښار کې وشوه چې په کې ډېری يهودان اوسي.
د اسراييل پوليس وايي، يوه فلسطيني حمله کوونکي له موټره ډزې پيل کړې او وروسته يې موټر پر لاررويانو تېر کړ چې په پايله کې يو امریکايی، يو فلسطينی او يو اسراييلی ووژل شول.
د سرچينو په وينا، ګڼ شمېر کسان ټپيان شول.
د اسراييل پوليس وايي، دوهم حمله کوونکی ونيول شو او په دې اړه پلټنې ځيني کيږي.