جوزجان: په خم اب ولسوالۍ کې به د مخالفینو پر ضد تصفیوي عملیات پيل شي

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، په خم اب ولسوالۍ کې به د وسله والو مخالفینو پر ضد تصفیوي عملیات نن پيل شي.

د خم اب ولسوال انجینیر احمد ازادي راډيو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې به ملي پولیس، ملي اردو او د سیمې پاڅون کوونکي برخه واخلي.

د انجینیر احمد په خبره تېره ورځ چې یوازې پاڅون کوونکو جګړه مخته وړله یو پاڅون کوونکی وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.