د ایران سپاه پاسداران انقلاب وایي چې په لوېدیځ ولایت کرمان شاه کې یې د ترورېستانو یو مرکز له منځه وړی دی.
په هغه بیان کې چې تېره ورځ دغو ځواکونو خپور کړ، په کې ویل شوي دي چې د ترهګرو پر ضد په وروستیو ورځو کې عملیات وشول او یاد کسان د عملیاتو پر مهال ونیول شول.
د پوځیانو په وینا په دې عملیاتو کې له ترورېستانو څخه یو اندازه پوځي وسایل هم ترلاسه شوي دي.
تر دې اعلان یوه ورځ مخکې په کرمان شاه کې د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان ایراني رسنیو ته ویلي وو چې د سپاه پاسدارانو ځواکونو او پوځي استخباراتو یوه ډله نیولې ده چې په کرمان شاه کې یې هڅه کوله چې خلک د داعش لپاره جذب کړي.