روسیې اعلان وکړ چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته به اجازه ورنه کړي چې له اوکراینه خوراکي توکي، دغه هېواد ته وارد شي.
د روسیې د اقتصاد وزیر الیکسي الیکایف د چهارشنبې په ورځ د روسیې یوه ټلوېزیون ته وویل چې مسکو ځکه دا پرېکړه وکړه چې اوکراین له هغې ډلې سره چې پر روسیې یې اقتصادي او مالي بندیزونه لګولي دي، یو ځای شوی دی.
پر روسیې، لوېدیځو هېوادونو د دې لپاره بندیز لګولی دی چې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه یې له خپلې خاورې سره یوځای کړې ده او د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.
د اوکراین په ختیځ کې د ملګرو ملتونو له اټکل سره سم تر اوسه اته زره کسان د جګړو په ترڅ کې وژل شوي دي.