مارکوس: جرمني لاتر اوسه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروګرام نه لري

په کابل کې د جرمني سفیر مارکوس پوتزل

په کابل کې د جرمني سفیر مارکوس پوتزل وايي چې په سلو کې ۴۳ سلنه ورغلي افغانان، تر څېړنې وروسته په دې هېواد کې د پناه غوښتونکو په توګه منل شوي او د پاتې کسانو د بېرته ستنولو بهیر ښايي زیات وخت ونیسي.

مارکوس پوتزل پرون چهارشنبې ازادي راډیو ته وویل، حکومت یې تر اوسه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو کوم ځانګړی پروګرام نه لري.

په کابل کې د جرمني سفیر وايي، هغه افغانان به چې په دې هېواد کې د کډوالو په توګه نه منل کیږي، بېرته افغانستان ته واستول شي خو دا بهیر ښايي وخت ونیسي.

مارکوس پوتزل دغه راز وویل:

"زموږ حکومت پرېکړه کړې چې د غیر قانوني کډوالو د اسنادو د څېړنې او د هغوی د اېستلو بهیر دې په چټکۍ سره ترسره کړي. موږ د افغانستان له حکومت سره همکاري کوو چې د دې هېواد امنیتي شرایط ښه شي او کوښښ کوو چې د افغانانو د تګ مخنیوی وکړو."

د جرمني سفیر زیاته کړه چې د افغان ځوانانو د تېښتې د مخنیوي لپاره یې، د افغانستان په درې ولایتونو کې یو پراخ کمپاین پیل کړی دی.

د افغانستان د ملګرو ملتونو د غړي په توګه، په ۱۹۵۱میلادي کال کې د کډوالو لپاره د ژنیو نړېوال کنوانسیون منلی او د خپلو کډوالو د بېرته منلو مسئولیت لري.

مارکوس پوتزل ازادي راډيو ته وویل چې جرمني ته د مهاجرت په اړه له نورو جزئیاتو يې د افغانانو د خبرولو لپاره، د روانې اوونۍ په پيل کې یو مطبوعاتي کمپاین پيل کړی دی.

دا کمپاین په کابل، هرات او مزارشریف کې پيل شوی چې ښايي نورو ولایتونو ته هم پراخ شي.

مارکوس پوتزل زیاتوي:

"زموږ د سفارت پر فیسبوک پاڼه او پر ټویټر هم د افغانانو د خبرتیا لپاره د [رومرس ډاټ جرمني] یا د جرمني په اړه اوازې په نوم یوه برخه پرانېستل شوې چې د خلکو پوښتنې په کې ځوابوو."

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنري [UNHCR] وايي چې سږ کال لږ تر لږه ۱۴۶ زره افغان کډوال اروپايي ټولنې ته ورغلي دي.