د لوګر د څارنوالۍ او عدلیې رییسان د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې ټپيان شوي

د لوګر د څارنوالۍ رییس حکیم نورزی او د عدلیې رییس تراب تراب نن مازدیګر مهال د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې ټپيان شول.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل چې دغه دواړه ريیسان په موټر کې سپاره وو چې د کابل - لوګر پر لویه لاره د پورک په سیمه کې پرې ډزې وشوې.

صالح زیاته کړه چې په دې حمله کې یو بل ملکی څارنوال او د څارنوالۍ د رییس دوه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

عیني شاهدانو بیا ازادي راډيو ته وویل چې د څارنوالۍ د رییس یو ساتونکی وژل شوی دی.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.