د افغان ولسمشر حقوقي سلاکار چې دنده یې ځنډول شوې وايي چې ده د ښارجوړونې وزارت ته په لېږلي مکتوب کې له خلیل الله فروزي سره د تړون په اړه څه نه دي ویلي.
عبدالعلي محمدي چې نن د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون ته بلل شوی و؛ وویل چې خلیل الله فروزي ته د تړون ورکولو په برخه کې د ښارجوړنې وزیر ګرم دی.
خو د ښار جوړونې وزیر مخکې ویلي وو؛ د ولسمشر حقوقي سلاکار دوی ته پرله پسې مکتبونه لېږلي وو چې له فیروزي سره د ښارګوټي تړون وکړي.
په همدې حال کې جمهور رییس غني یوه پلاوي ته دنده سپارلې ترڅو د دې قضیې په اړه څيړنې وکړي.