د چک د کډوالو کمپ تر زندان بد وضعيت لري
Your browser doesn’t support HTML5
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر، د چک جمهوريت د کډوالو د ساتنې د يوه مرکز وضعيت غنلدى دى.
د چک د عدليې وزير وايي د دې مرکز وضعيت تر زندان هم بدتره دى.
هغه کسان چې په دغه توقيفځاى کې ساتل کېږي اړ دي، چې د ورځې لس ډالره له جېبه ورکړي. هغه کورنۍ چې په دې ځاى کې بندې ساتل کېږي وسلوال ساتونکي ورباندې پهره کوي.
د چک جمهوري چارواکي د انتقادونو په ځواب کې وايي دوى د نړيوالو قوانينو سره سم خپله دنده ترسره کوي.
د ازادۍ راډيو خبريال رې فرلونګ او کامره مين رومان کوپکا دغه مرکز ته ورغلي دغه ويډيويي راپور يې برابر کړى، صالح محمد صالح یې جزيیات وړاندې کوي