په عراق کې د کردستان سیمې د استخباراتو مشر هیله ښودلې چې د پاریس د تیرې اونۍ بریدونه به لویدیځ هېوادونه وهڅوي چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزې کې لا نور هم ښکیل شي.
مسرور بارزاني Masrour Barzani بي بي سي ته ویلي چې د اسلامي دولت ډله له ځپل کیدو سره-سره هغسې نه ده کمزورې شوې چې تمه یې ده.
هغه ویلي، که چېرې لویدیځ قدرتونه په بشپړ ډول په دغو جګړو کې ښکیل شي نو د اسلامي دولت ډله به په څو میاشتو کې ماته شي.
بارزاني زیاتوي چې دغه ډله به په مختلفو ځایونو کې سیمې له لاسه ورکړي، خو البته چې هغوی به د تروریستي فعالیتونو لپاره له بېلابېلو میتودونو څخه کار واخلي.
دغه کردي مقام وایي، که چېرې دا ډله تر فشار لاندې ونه نیول شي ښایې هغوي د نورو ورته پیښو هڅه هم وکړي.
د اسلامي دولت ډلې چې د عراق او سوریې ډیری سیمې په خپل واک کې لري، د پاریس د بریدونو مسولیت منلی دی.