د افغانستان ولسي جرګې د دغه جرګې د مواصلاتو کمېسیون ته دنده وسپارله، ترڅو د حاجیانو د انتقال په پروسه کې د شوي اداري فساد په اړه ادعاوې وڅېړي.
د دغې جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي چې نن یې د غونډې مشري کوله وویل چې دغه کمېسیون باید ژر تر ژره خپلې پلټنې پيل او نتیجې یې له عمومي غونډې سره شریکې کړي.
له دې وړاندې د ولسي جرګې غړي نقیب الله فایق وویل، داسې اسناد په لاس کې لري چې د حاجیانو د انتقال د کمېسیون مشر داود سلطانزوی په دې پروسه کې فساد کړی دی.
نوموړي وویل چې ټول داوطلب شرکتونه د هر ساعت پرواز لپاره ۸۶۰۰ ډالر نرخ وړاندې کړی و، چې ښاغلي سلطان زوی د افغان جیټ په نوم هوایې شرکت سره پرته له بېمې په هر ساعت کې۱۲۰۰۰ ډالرو په اندازې قرارداد کړی، خو ښاغلي سلطان زوی په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.