د کابل د کارته نو په سیمه کې د یوې ښځې د وژلو په اړه به څیړنې پیل شي

امنیتي مسوولینو د هغې ښځې د وژل کېدو په اړه تحقیقات پیل کړي چې نن سهار د کابل ښار د کارته نو سيمې د درېيم سړک په سيمه کې په ډزو وویشتل شوه.

د کابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقیقاتو رییس فريدون عبيدي ازادي راډيو ته وویل چې دا شپیته کلنه ښځه ښوونکې وه او د شخصي او کورني دلایلو له مخې وژل شوې.

ښاغلي عبیدي وویل چې د دې قضیې په اړه څيړنې پیل شوي او تر اوسه معلومه نه ده چې دا ښځه د کومو عواملو له وجې په ډزو وژل شوې.

د کابل د امنیه قومندانۍ د معلوماتو په اساس د دې میرمني خور هم یوه کال وړاندې د کورنۍ ستونزو له وجې وژل شوې وه.