یارمند: مخالفین غواړي د افغانستان په اکاډمیکو مرکزونو کې لار ومومي

پوځي کارپوه میرزا محمد یارمند

سیاسي او پوځي تحلیل کوونکي په پوهنتونونو کې د محصلینو له خوا د داعش یا طالب ډلو ملاتړ د افغانستان راتلونکې لپاره د اندیښنې وړ بولي.

دوی وایې، دغه ډلې د افغان ځوانانو د اقتصادي کمزوریو یا ټولنیزو نیمګړتیاوو څخه په استفادې غواړي د دې هېواد په اکاډمیکو مرکزونو کې لار ومومي.

پوځي کارپوه میرزا محمد یارمند له ازادي راډیو سره په مرکې کې د ځوانانو ترمنځ د مخالفینو د نفوذ د مخنیوي لپاره د حکومت پر ناکافې اقداماتو انتقاد کوي.

د دغو اندیښنو په اړه له ښاغلي یارمند سره فریبا ظاهر مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی چې تیرو تجربو ته په کتو ننګرهار ته د ولسمشر له خوا د استول شوي پلاوي څخه څه تمه کیدای شي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له پوځي کارپوه میرزا محمد یارمند سره مرکه