د فرانسې پولیس د پاریس د وروستي حملې په تړاو د دوهم مشکوک تروریست د نیولو په لټه کې دی

د فرانسې پولیس د هغه دوهم مشکوک تروریست د نیولو په لټه کې دی چې د پاریس له بریدونو وروسته تښتیدلې دی.

مدافع وکیلان وايې، پولیسو درې ځله فرصت درلود چې دغه مشکوک د بلجیم تبعه ده، ونیسي خو هغه يې پریښی دی.

بل لور ته فرانسې او روسيې په سوریه کې د داعش پر مرکزونو خپله وايې، عملیات تیز او پراخ کړي دي.

داعش د پاریس د وروستیو حملو مسولیت منلی دی. په دې بریدونو کې ۱۲۹ کسان ووژل شول او درې نیم سوه نور ټپیان شوي دي.