په بوسنیا کې درې تنه د کورنۍ جګړې پرمهال د جنايي جرمونو په تورنیول شوي

چارواکو په بوسنیا کې درې بوسنیایې مسلمانان په دې شک نیولي دي چې د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۵ کال پورې یې د بوسنیایې صربانو په کورنۍ جګړه کې جنګي جرایم ترسره کړي دي.

څارنوالان وایې، دوی هغه مهال په Gorazde ښار کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو صربانو په نیولو کې لاس درلود.

دغو درېیو مشکوکو کسانو هغه وخت د پولیسو او پوځ د قوماندانانو په توګه دنده ترسره کوله.

په یوې اعلامیې کې راغلي چې یادو کسانو په هغو کلونو کې نیول شوي ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، د څو میاشتو لپاره په غیر انساني او ستونزمن وضعیت کې ساتلي وو.

په یوه جلا خبر کې پولیسو هغه کس نیولی چې په غیر قانوني ډول د لسګونو صربي ملکیانو په نیولو تورن دی او ویل کېږي چې له بندیانو سره یې ځورونې او غیرانساني چلند کړی دی.