د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ هڅه کېږي چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره همکاري زیاتې او عملي شي.
د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معین بازمحمد احمدي نن په کابل کې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان، قرغزستان او تاجکستان هېوادونو ترمنځ شپږمه ناسته کې وویل چې درې واړو هېوادونو د لازیاتو معلوماتو پر شریکولو او د ګډو عملیاتو پر اجرا کولو هوکړه کړې:
"د ګډو عملیاتو او معلوماتو شریکولو په برخه کې موږ غواړي چې دا همکاري نوري هم قوي شي او کوم هوکړه لیکونه چې وشوه؛ تر ډېره عملي شي ځینې نوي وړانديزونه مو هم لرل."
ښاغلي احمدي وویل چې، په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او تولید ترڅنګ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د مخدره موادو د تولیدي صنعتي موادو په وراداتو کې هم زیاتوالی راغلی دی.