اشرف غني: د کارموندنې د پروګرام په پیلېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي

افغان ولسمشر وايي، د کارموندنې د ملي پروګرام په پیلېدو سره به په کلیو او ښارونو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د کارموندني د ملي پروګرام د پرانستي پرمهال وویل چې د کارموندني ملي پروګرام پلي کېدو ته چمتو او دعملې کېدو مرحلې ته داخل شوی دی.

ولسمشر غني زیاته کړه چې د کارموندي په ملي پروګرام کېبېلابېلي کاري برخي شاملي دي چې په پلي کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

ښاغلي غني همدارنګه زیاته کړه چې د راتلونکي کال تر پای پوري به په کور دننه د بریښنا تولید چې اوس ۲۳۱ میګاواټه دی دوه برابره شي.

ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې د کارموندي ملي پروګرام به په ټولو سیمو کې یو شان ته پلي شي.