د کابل د طبي پوهنتون لسګونو ښوونکو خصوصي سکټور ته د دغه پوهنتون د یوې برخې د ورکولو د پرېکړې په غبرګون کې درسي اعتصاب پیل کړی او د پوهنتون دروازه یې تړلې ده.
دغه ښوونکی وايي چې حکومت پرېکړه کړې څو د دغه پوهنتون د زړه ناروغیو یو څېړنیز مرکز خصوصي سکټور ته ورکړي چې دا کار به د طب محصلینو پر فعالیتونو منفي اغېزه وکړي.
د دغو ښوونکو له ډلې یوه تن یې ازادي راډيو ته وویل:
"د طبي پوهنتون د زړه ناروغیو څېړنیز مرکز په عنوان و هېڅ اُرګان ته نه ورکول کېږي."
معترض ښوونکي د دغه پوهنتون مخې ته راټول شوي و او وايي، ترڅو چې حکومت له خپلې پرېکړې تېر نه شي دوی به خپلو درسونو ته حاضر نه شي.