د بلجیم او اسپانیا د فوټبال ټیمونو ترمنځ دوستانه مسابقه پرون له پیلیدو ۲۴ ساعته مخکې د پاریس د حملې په اړه د تحقیقاتو په تړاو د حکومت د یوه امنیتي خبرداري له خپرېدو وروسته لغوه شوه.
د بلجیم د فوټبال فدراسیون وویل چې دا مسابقه پرون د حکومت له غوښتنې وروسته لغوه شوه.
د بلجیم د فوټبال فدراسیون پرون په یو بیان کې وویل، د لوبې د لغوه کېدو علت د تروریستي حملو په اړه خبرداری او په دې هېواد کې د یو مشکوک تروریست تعقیب دی.
فرانسوي چارواکي ګومان کوي چې د پاریس د حملو اصلي طراح به یو اوه ویشت کلن بلجیمی وي.
په دې پسې د بلجیم حکومت د امنیتي احضاراتو درجه لوړه کړه.
له بلې خوا وروسته له دې چې فرانسې او انګلینډ پرېکړه وکړه چې د فوټبال پلان شوې مسابقه به ترسره کوي، ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ټیمونه نن د لندن په ویمبلي سټډیوم کې لوبې وکړي.