په امریکا کې ډیری والیان نه غواړي په خپلو ایالتونو کې د سوریې کډوال ومني

په امریکا کې د هغو والیانو شمېر په زیاتېدو دی چې نه غواړي په خپلو ایالتونو کې د سوریې کډوال ومني.

که څه هم د امریکا ولسمشربارک اوباما ویلي چې د سوریې کډوال د تروریستانو له لاسه تېښتېدلي دي خو په پاریس کې له تروریستي حملو وروسته دې والیانو ګواښ کړی چې دې کډوالو ته به په خپلو ایالتونو کې د استوګنې اجازه ورنه کړي.

د اوباما ادارې په دې وروستیو کې پرېکړه وکړه چې په سوریه کې د جګړې له کبله د څه باندې څلور میلیونه کډوالو له ډلې لس زرو کسانو ته به پناه ورکړي خو په پاریس کې د جمعې ورځې له حملو وروسته چې څه باندې یوسل او دېرش کسان یې مړه او له درې نیم سوو زیات یې ټپیان کړل، د متحدو ایالاتو د څو ایالتونو والیانو، چې اکثر جمهوري غوښتونکي دي، د دې کډوالو له منلو انکار وکړ.

فرانسوي چارواکو ویلي چې د پاریس په حملو کې له یوه ګډونوال سره نژدې یې د سوریې پاسپورټ موندلی او د پاریس د څارنوالۍ دفتر وايي، د دې سړي د ګوتو نښان له هغو یو مشکوک کس سره ورته دی چې په اکتوبر میاشت کې له یونانه اروپا ته رسېدلی.