د سرپل ولایت امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل، په هغو بریدونو کې چې په تېرو دوو ورځو کې د سرپل مرکز ته نږدې پر شاوخوا سیمو کې د پولیسو پر پوستو وشول له مخالفو څخه ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان دي.
ښاغلی باقي زوی زیاتوي پر دې خبرې له ټینګار سره چې ځواکونو یې دغه بریدکوونکي په شا ټمبولي وویل چې په نوموړي ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه تېره ورځ پای ته رسېدلې ده.
هغه دغه راز وویل:
"د مخالفانو څخه ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور یې ټپیان دي. هغوی په شا شول او زموږ له ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري، زموږ څخه دوه کسان وژل شوي او دوه هم ټپیان دي."
دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبان بیا دا خبره ردوي او په مقابل کې یې حکومتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.
په ورته وخت کې د سرپل د ولایتي شورا ځیني غړي وايي، د کوهستاناتو ولسوالۍ اوس هم د حکومت د مخالفو وسله والو په واک کې ده او په شاوخوا سیمو لکه بغاوی، شیرمونو او د فاریاب ولایت د صیاد ولسوالۍ په لاره کې ناامنیو ملکي خلک اندېښمن کړي دي.